Pushto CSS Paper 1999

FEDERAL PUBLIC SERVICE COMMISSION
COMPETITIVE EXAMINATION-1999
FOR RECRUITMENT TO POSTS IN BS-17
UNDER THE FEDERAL GOVERNMENT

PUSHTO

TIME ALLOWED: THREE HOURS MAXIMUM MARKS 100
نوټ: وړومبی سوال لازمي دی. د باقي سوالونوکښې د خپلې خوښې د څلورو سوالونه اوکړئ.
سوال ۱: (الف) لاندينو جملو کښې خالي ځايونو په بريکټ کښې د ورکړو شوو ټکونه د درست ځواب په انتخاب سره ډک کړئ. (۲۰)
(۱) ټالسټائي ادب يو معاشرتي او … کار ګڼي. (اخلاقي، سماجي، مذهبي)
(۲) د پښتو اولنی غزل ويونکی شاعر … دی. (امير حمزه شينواري، خوشحال خان، اکبر زمينداروي)
(۳) سکندر خان خټک په … کښې پيدا شوی وۀ. ( ۱۰۶۲ ه، ۱۰۶۳ه، ۱۰۶۴ه)
(۴) المسالک د … تصنيف دی. (اصطخري، البيروني، شاه ولي الله)
(۵) واستقرائي جاج ايجادونکی … دی. (مولټن، ايډيسن، جانسن)
(۶) د قاضي عبدالحليم اثر د پلار نوم … دی. (ګل رحيم، سيد رحيم، سيد کريم)
(۷) رګ مينا د … غزلياتو مجموعه ده. (اردو، پښتو، فارسي)
(۸) د “ويجه” لفظ معني … ده. (مزکه، اسمان، کور)
(۹) دشېخ بچڼ د رور نوم … وو. (خرشبون، شرکبون، سړه بن)
(۱۰) سيد امير خان ځواني په کال … کښې وفات شوی وو. (۱۶۷۰ء، ۱۶۷۱ء، ۱۶۷۲ء)
(ب) د لاندينو مُختصرو سوالونو جوابونه په يو دوؤ ټکو کښې ورکړئ.
۱. د پتي څۀ معني ده؟
۲. ڼاغه څۀ ته وائي؟
۳. قطب الدين بختيار کاکي د چا نه لاس نيوه کړې وه؟
۴. مشواڼې د پښتنو د کومې قبيلې شاخ دی؟
۵. سلوک الغزوات د چا تصنيف دی؟
۶. د يونس شاعر ديوان کوم کاتب ليکلی دی؟
۷. د ماثر عالمګيري مصنف څوک دی؟
۸. د رحمان بابا مزار په کومه هديره کښې دی؟
۹. مفتاح العلوم د چا تصنيف دی؟
۱۰. د مرزا خان انصاري خپل نوم څۀ دی؟
سوال نمبر ۲: (a) د لانديني عبارت په اسانه او روانه پښتو کښې ترجمه وکړئ. (۱۴)
The rebels, witnessing his exertions & skill, were seized with panic, and broke out in humiliation and lamentations. But Farid observed that it was customary with Hindus first to show themselves seditious against their governor, & on proving victorious, to refuse due taxes and obedience; but on the governors’ maintaining his superiority and overcoming them, to submit with pusillanimity and adulations, and to continue paying tribute, though watching the while a new opportunity for the execution of their plans. In accordance with this custom, they were crouching before him at present; but since from the beginning he had addressed to them abundant exhortations though always without success, their submission could be on no avail.

(B) صرف د درېو په پښتو کښي ترجمه اوکړئ. (۶) (2 each)

(i) First deserve, then desire.

(ii) To err is human.

(iii) Debt is a misfortune.

(iv) Ill gotten ill spent.

(v) Forgive and forget.

سوال نمبر ۳: (a) د لانديني پښتو عبارت انګرېزي کښې ترجمه اوکړئ. (۱۴)
پخوا د ډوډۍ عام دکانونه وو ساده قسم تلکاري به د خاورو په رکيبو کښې په يو زوړ شکور کښې ورسره ډوډۍ کېښووی شوه. چرته به په چتونو لوئې لوئې کټونه پراتۀ وو. څو څو کسه به په يو کټ کښې ناست وو. کباب ډوډۍ به ئې خوړې. چا به په کښې د سيخونو کباب را اوغوښتل. د آنې شپږو پېسو غوړي به ئې پکښې واچول. غوړي هم سوچه بناسپتي نا او دغه په دوه دوه نيمې انې به سړی مړېدو. اُبۀ به د چاټو نه څښلې شوې. او اوس بې شمېره هوټلونه جوړ شوي دي. فلش، غُسل خانې دي. بجلۍ پکښې دي. د پنځه روپی کمرې نه واخله تر اتيا سلو روپو پورې کمرې شته.

(ب) صرف د دريو په انګرېزي کښې ترجمه اوکړئ. (۶)
۱. وږې ګېډه بلا ده
۲. بنده اريان خدائې مهربان
۳. بويه چه راوړې زويه
۴. بې زما نه به ئې شل نۀ کړې
۵. تپ د دواړو لاسو خېژي.

سوال نمبر ۴: وئيلی شي چه کاظم خان شېدا يو نازک خيال شاعر ؤو، ستاسو څۀ خيال دی؟ (۲۰)

سوال نمبرد مقاميت او قوميت په حقله د رحمان بابا د شاعرۍ يو تنقيدي جاج واخلئ. (۲۰)

سوال نمبر۶: پت څۀ ته وائي؟ د خوشحال خان خټک د کلام په رڼا کښې پرې بحث اوکړئ. (۲۰)

سوال نمبر۷: په پښتو کښې د اوستا ژوندي کلمات کوم کوم دي. (۲۰)

سوال نمبر۸: د لاندينو متلونو او ټپو مختصر او ښکلی وضاحت اوکړئ.
الف: سل د اومره يو دې مۀ مره.
ب: يو د لوږې مري بل ئې سر ته پراټې ګوري
ج: په يارانه کښې زړۀ سندان کړۀ / پکښې پېښېږي د پلکونو ګزارونه
د. ايمان دې ښۀ راته معلوم دی / په رواجي برېتو دې مۀ وهه لاسونه

1,197 Views