Pushto CSS Paper 2001

FEDERAL PUBLIC SERVICE COMMISSION
COMPETITIVE EXAMINATION-2001
FOR RECRUITMENT TO POSTS IN BS-17
UNDER THE FEDERAL GOVERNMENT

PUSHTO

TIME ALLOWED: THREE HOURS MAXIMUM MARKS 100

نوټ: وړومبی سوال لازمي دی. د نورو سوالونو نه د خپلې خوښې د څلورو سوالونو ځوابونه وليکئ. د سوالونو نمبرې برابرې دي. (په بريکټ کښې د ورکړو شوو ټکونه درست ټکی راواخلئ او په خالي ځائې کښې يې ولګوئ)
(۱) “ادب څۀ دی” نوم کتاب … ليکلی دی. (سحر اتمانزی، سحر افريدی، سحر يوسفزی)
(۲) د پښتو اولنۍ ډرامه “درې يتيمان” … کښې ليکلې شوې ده. (۱۹۱۷، ۱۹۲۷، ۱۹۳۷)
(۳) د پښتو “درد” نوم ډرامه … ليکلې ده. (امير نواز جليا، امير نواز ناساپاه، امير نواز بيديا)
(۴) “شهيده سکينه” نوم ډرامه … ليکلې ده. (عبدالاکبر خان اکبر، عبدالخالق خليق، عبدالعظيم خان عظيم)
(۵) … کښې په پېښور کښې ريډيو سټېشن پرانستلی شو. (۱۹۲۶، ۱۹۳۶، ۱۹۴۶)
(۶) د پير روښان اصلي نوم … وو. (اخوند دروېزه، بايزيد انصاري، مرزا خان انصاري)
(۷) “جديد پښتو ادب” نوم کتاب … ليکلی دې. (ايوب صابر، محمد شاه صابر، سلطان صابر)
(۸) خوشحال خان … کښې پيدا شو. (۱۶۰۳، ۱۶۱۳، ۱۶۲۳)
(۹) دخوشحال خان خټک د پلار نوم … وو. (بهادر خان، شهباز خان، ارسلا خان)
(۱۰) حضرت شېخ رحمکار عرف کاکا صيب په … کښې مړ شوی دۍ. (۱۶۴۵، ۱۶۵۰، ۱۶۵۷)
(۱۱) بهرام خان د … زوئې وو. (کاظم خان، علي خان، خوشحال خان)
(۱۲) “باز نامه” نوم کتاب … ليکلی دی. (علي خان، خوشحال خان، کاظم خان)
(۱۳) عبدالرحمان بابا مزار د … په اديره کښې دی. (بهادر کلي، هزارخوانۍ، ماشوخېل)
(۱۴) عبدالرحمان بابا د پلار نوم … وو. (خوش اروا خان، خوش بخت خان، خوش زمند خان)
(۱۵) “دي پټانز” نوم کتاب … ليکلی دی. (هيوز، راورټي، اولف کيرو)
(۱۶) “سيليکټد پوئمز آف خوشحال خان خټک” نوم کتاب … ليکلی دی. (هيوز، راورټي، اولف کيرو)
(۱۷) د خوشحال خان اولنی واده په … کښې شوی وو. (۱۶۳۱، ۱۶۳۵، ۱۶۴۰)
(۱۸) شمال مغربي سرحدي صوبه په … کښې د پنجاب نه جُدا کړې شوه. (۱۸۹۵، ۱۹۰۱، ۱۹۰۵)
(۱۹) عبدالرحمان بابا په نسب … وو. (افريدی، يوسفزی، مومند)
(۲۰) بايزيد انصاري په … پيدا شوی وو. (کاني ګُرم، اکوړه خټک، بهادر کلی)

سوال نمبر 2: (a) د لانديني ورکړي شوي انګرېزي عبارت په معياري پښتو کښې ترجمه اوکړئ. (14)

There are two famous black rocks in the bed of the Indus, just below its confluence with the Landai and near Attock Fort, known to all as “Jalaliya” and “Kamaliya”. Upon them, many boats are dashed in flood time and broken up, just as the Orthodox say that souls were destroyed upon the doctrines of the Pir-i-Tarik himself. There is also a hill – the highest in the Khattak range close to Cherat – which bears the name of Jalala Sar and commemorates with less bigotry than the rocks the undoubted power and genius of Bayazid, his son, and grandsons. Whatever their doctrines, history shows that the free Pathan spirit owes a debt to these men.

(b) ورکړي شوي انګرېزي متلونو کښې درې متلونه پښتو ته راواړوئ. (06) (2 each)

(i) As you sow, so shall you reap.

(ii) Go up in the air.

(iii) Up in the air.

(iv) A false alarm.

(v) On the side of the Angels.

(vi) Know all the answers.

سوال نمبر 3: (a) د لانديني پښتو عبارت په معياري انګرېزي کښې ترجمه اوکړئ. (14)
په انګرېزۍ شاعرۍ کښې چه د مناظر قدرت کومه تصويرکشي په ښکلي او زړۀ راښکونکي ډول شوې ده. د دې بُنيادي وجه دا ده چه انګرېزان شاعران خپل وطن، خپلو غرونو، دريابونو، باغونو، کاڼو سره هم بې کچه مينه لري. که د دې عينا په رڼا کښې د پښتو شاري اولوستی شي. نو معلومه به شي چي پښتانه شاعران هم د قُدرت د مناظرو د تصوير کشي په لړ کښې د ډېرې ستائېنې وړ دی. په دې ډګر کښې دوئې د نورو ژبو د شاعرانو نه په هيڅ ډول هم روستو نۀ دي. د دوئې د خپل وطن، د خپلې خاورې د ذرې ذرې تعريفونه په دومره جوش، جذبه، مينه او شوق کړي دي چه د منظر نګاري سره سره د دوئي د حُب الوطني يو واضح او برڅېره تصوير ترې سازېدی شي.

(b) د پښتو د لانديني متلونو نه د دريو متلونو په انګرېزي کښې ترجمه اوکړئ. (6) (2 each)
(i) چه اجل راشي طبيب ړوند شي
(ii) چرته ډب هلته ادب
(iii) تر ورځ تېرې اوبه بېرته نه جاروزي
(iv) چه نه کوي محبوب، څۀ به اوکړي سُلطان محمود
(v) خپله خوله بلا ده هم قلا ده

سوال نمبر 4: وئيلی شي چه “ټپې او پښتون قام” د ژوند په سفر کښې يو بل سره اوږه په اوږه او څنګ په څنګ روان دی. ثابته يې کړئ. (20)

سوال نمبر 5: رحمان بابا د “عشق او محبت “ شاعر دی. دکلام په رڼا کښې پرې بحث وکړئ. (20)

سوال نمبر 6: د خوشحال خان په شاعرۍ کښې زياته برخه قومي او وطني شاعري ده. تفصيلي بحث پرې وکړئ. (20)

سوال نمبر 7: پښتو کښې “ډرامه” د يو خاصې زمانې خاصو سياي حالاتو پيدا کړې ده. ستاسو څه خيال دی؟ تفصيلي بحث پرې وکړئ؟ (20)

سوال نمبر 8: اکثر پښتانه ليکوال امير حمزه خان شينواري ته د پښتو غزل بادشاه وائي. ستاسو څه رائې ده؟ بحث پرې وکړئ. (20)

سوال نمبر 9: د عبدالحميد بابا شاعري د تخيل، صنائع، بدائع، استعاراتو، تشبيحاتو او نورو ادبي او شعري تلازماتو په لحاظ ډېره اوچته شاعري ده. مُدلل بحث پرې وکړئ. (20)

803 Views