Pushto CSS Paper 2002

FEDERAL PUBLIC SERVICE COMMISSION
COMPETITIVE EXAMINATION-2002
FOR RECRUITMENT TO POSTS IN BS-17
UNDER THE FEDERAL GOVERNMENT

PUSHTO

TIME ALLOWED: THREE HOURS MAXIMUM MARKS 100

وړومبی سوال لازمي دی. د باقي سوالونو نه د خپلې خوښې د څلورو سوالونو جوابونه وليکئ. د سوالونو نمبرې برابر دي.
سوال ۱: په بريکټ کښې د ورکړو شوو ټکونه يو خوښ کړئ او په خالي ځائې کښې يې ولګوئ. (۲۰)
(۱) د پښتو نثر وړومبی موجود کتاب ‘خيرالبيان’ … ليکلی دی. (ا) خوشحال خان (ب) بايزيد انصاري (ج) اخوند دروېزه
(۲) د پښتو وړومبی ناول … دی. (ا) پېغله (ب) مه رخ (ج) نوې چپې
(۳) د ‘ګلشن روه’ مولف … ؤ. (ا) راورټي (ب) اولف کيرو (ج) پادري هيوز
(۴) د پښتو وړومبی افسانه ‘کونډه جينۍ’ راحت زاخېلي په کال … کښې ليکلې ده. (ا) ۱۹۰۷ (ب) ۱۹۱۷ (ج) ۱۹۲۷
(۵) د خوشحال خان د پلار نوم … ؤو. (ا) يحيٰ خان (ب) شهباز خان (ج) بهادر خان
(۶) ‘نوې روشني’ نوم ډرامه د … تصنيف دی. (ا) منشي احمد جان (ب) مير احمد شاه رضواني (ج) قاضي رحيم الله
(۷) ‘کُلياتِ خوشحال’ … مُرتب کړی دی. (ا) مولانا عبدالقادر (ب) ډاکټر انوارالحق (ج) عظيم شاه خيال
(۸) د کاظم خان شېدا د شاعرۍ رنګ په بنيادي ډول … ؤو. (ا) اصلاحي (ب) انقلابي (ج) تخيل آفريني
(۹) د پښتو ډارمې په تاريخ کښې … يو اهم مقام لري. (ا) دوست محمد کامل (ب) امير حمزه شينواري (ج) صاحبزاده محمد ادريس
(۱۰) ‘دستار نامه’ د … ليک دی. (ا) اخوند دروېزه (ب) عبدالرحمان بابا (ج) خوشحال خان
(۱۱) د خوشحال خان د وفات کال … دی. (ا) ۱۱۰۵ه (ب) ۱۱۰۰ه (ج) ۱۰۹۰ ه
(۱۲) اشرف خان هجري د … ورور ؤو. (ا) علي خان (ب) کاظم خان شېدا (ج) بهرام خان
(۱۳) ارزاقي، مرزا خان، دولت د … سلک کسان ؤو. (ا) پير بابا (ب) بايزيد انصاري (ج) عبدالرحمان بابا
(۱۴) نوموړی شاعر او افسانه نګار … د تحقيق او تنقيد په ميراث کښې هم لوئې کار کړی دی. (ا) فضل حق شيدا (ب) مير مهدي شاه مهدي (ج) قلندر مومند
(۱۵) د ‘قيصه خانۍ ګپ’ نوی کتاب … ليکلی دی. (ا) مولوي احمد (ب) منشي احمد جان (ج) راورټي
(۱۶) ‘اټک کے اس پار’ کښې د … د ادب او ثقافت په حقله مضمونونه او مقالې شاملې دي. (ا) پاکستان (ب) پنجاب (ج) سرحد
(۱۷) د شلمې صدۍ د پښتو د جديدې شاعرۍ په سرخېلانو او فکرسازو کسانو کښې د … نوم ډېر اوچت دی. (ا) کاظم خان شېدا (ب) فضلِ حق شېدا (ج) فريحان شېدا
(۱۸) د کال ۱۹۵۰ء او ۱۹۴۰ء تر مينځو مانه به د کوئېټې بلوچستان څخه د پښتو يوه معياري مجّله د … په نوم چاپ کېده. (ا) پښتو (ب) پښتون (ج) افغان
(۱۹) د پښتو صحافت په تاريخ کښې د لوړ معياري رسالې مياشتنۍ ‘قند’ مردان مُدير … ؤو. (ا) اياز داؤدزئي (ب) مهدي شاه مهدي (ج) قمر راهي
(۲۰) د خيبر په تاريخي جنګ کښې د مغلو خلاف د پښتنو د لښکر سالار … ؤو. (ا) خوشحال خان (ب) مستجاب مومند (ج) ايمل خان

سوال نمبر ۲: د لانديني انګرېزي عبارت په ښکلې او روانه پښتو کښې ترجمه اوکړئ. (۱۴)

Rapid urbanization is a characteristic of all the Third World Countries related with the growth rate of Population. The increase in population leads to an increase in land requirements, especially in areas of the predominant rural economy. This leads to land fragmentation and consequently, people are thrown out of the land. Those who find themselves redundant on the land drift to the cities, where they make desperate efforts to seek employment.

(B) لاندينو کښې صرف د درېو په پښتو کښي ترجمه اوکړئ. (۶) (2 each)

(1) Buying a horse is easy, feeding it is difficult.

(2) Do as the Roman do, while in Rome.

(3) As the donkey, so the load.

(4) Empty vessels make much noise.

(5) Too many cooks spoil the broth.

(6) Might is right.

سوال نمبر ۳: (a) د لانديني پښتو عبارت انګرېزي کښې ترجمه اوکړئ. (۱۴)
“د پيرنګي شاعر او نقّاد ټي ايس ايليټ (T S Eliot) د قول مطابق شاعر چه څومره کمال ته رسېږي نو هغه هومره نثر ته نزدې کېږي. او نثر چه کمال حاصلوي نو د شاعرۍ رنګيني رانغاړي. او هغه د خرابې شاعرۍ نه ښه نثر بهتر ګڼي. خرابه شاعرۍ هغه د نثر لېونی شوی شکل ګڼي. وجه ئې دا دۀ چه نثر د مافي الضمير د اظهار او اصلي وسيله ده. شعر ئې مصنوعي او نقلي. د لوئې نه لوئې شاعر هم چرې په شعر کښې خبرې اترې نه کوي. دا د ګويائي د قوت عياشي وي چه د تکلف رنګ اختيار کړي.”

(ب) په لاندينو کښې صرف د دريو په انګرېزي کښې ترجمه اوکړئ. (۶)
۱. پردی غم د واؤرو سوړوي
۲. په زور کلي نه کېږي
۳. رښتيا چه راځي دروغو کلي وران کړي وي
۴. په يو تيکی کښې دوه تورې نه ځائېږي
۵. خروار د موټی نه معلومېږي
۶. د کلي وزه د نرخه مه وزه

سوال نمبر ۴: خوشحال بابا پښتو شعر ته نوي نوي جهتونه (اړخونه) ورکړل، ستاسو څۀ خيال دی؟ (۲۰)

سوال نمبر۵: د پښتو په اولسي شاعري لنډ غوندې بحث اوکړئ. او د خپلې خوښې د يو مخصوص صنف خصوصي تذکره اوکړئ. (۲۰)

سوال نمبر۶: د پښتو د نوي (جديد) دور د ادب ابتدا د کومو سترو ليکوالو په لاس شوې ده. بحث اوکړئ. (۲۰)

سوال نمبر۷: د علي خان شاعرۍ د نادرو مضامينو او فني محاسنو له رويه د ډېرې اوچتې پائې شاعري ده. په دې مفصل بحث اوکړئ. (۲۰)

سوال نمبر۸: د پښتو افسانې ابتدا کله او د کومو افسانه ليکونکو په لاس شوې ده. بحث اوکړئ. (۲۰)

1,023 Views