Pushto CSS Paper 2003

FEDERAL PUBLIC SERVICE COMMISSION
COMPETITIVE EXAMINATION-2003
FOR RECRUITMENT TO POSTS IN BS-17
UNDER THE FEDERAL GOVERNMENT

PUSHTO

TIME ALLOWED: THREE HOURS MAXIMUM MARKS 100

وړومبی سوال لازمي دی. د باقي سوالونو نه د خپلې خوښې د څلورو سوالونو جوابونه وليکئ. د سوالونو نمبرې برابر دي.
(په بريکټ کښې د ورکړو شوو ټکونه يو درست ټکی راواخلئ او په خالي ځائې کښې يې ولګوئ.)

سوال ۱: (۱) خوشحال خان خټک د … قلعه کښې قيد ؤو. (اټک، آګره، رنتمبور)
(۲) بايزيد انصاري په … پيدا شوی ؤو. (کاني ګُرم، اکوړه خټک، بهادر کلي)
(۳) خوشحال خان خټک د … په دور کښې قيد کړی شو. (اکبر، شاه جهان، اورنګ زېب)
(۴) د مرزا خان انصاري اصلي نوم … دی. (فتح خان، علي خان، افضل خان)
(۵) بايزيد انصاري ته به خپلو مريدانو … وئېل. (پير تاريک، کاکا صاحب، پير روښان)
(۶) عبدالحميد بابا … کښې پيدا شوی ؤو.(هزار خواني، بهادر کلی، ماشو)
(۷) امير حمزه خان شينواري په … پيدا شوی ؤو. (جمرود، باړه، لنډي کوتل)
(۸) د ډيورنډ لائن معاهده په … کښې دستخط شوې ده. (۱۸۹۳ء، ۱۹۰۲ء، ۱۹۰۵ء)
(۹) افضل خان خټک د … زوئې دی. (اشرف خان، عبدالقادر خان، سکندر خان)
(۱۰) د احمد شاه قبر په …کښې دی. (جلال اباد، قندهار، کابل)
(۱۱) د کړپه جنګ په کال … کښې شوی دې. (۱۶۷۴ء، ۱۶۸۰ء، ۱۶۸۵ء)
(۱۲) ‘کنډه جينۍ’ نوم افسانه … ليکلې ده. (زيتون بانو، راحت زاخېلي، ګل افضل)
(۱۳) ‘پښتنانه ليکوال’ نوم کتاب … مرتب کړی دی. (حمزه شينواري، همېش خليل، سيد رسول رسآ)
(۱۴) د بايزيد انصاري د کتاب نوم … دی. (مخزن، خيرالبيان، صحت البدن)
(۱۵) د تاريخ مرصّع مصنف … دی. (افضل خان، اشرف خان، عبدالقادر خان)
(۱۶) سمندرخان سمندر د … په کلي کښي پيدا شوی دی. (اضا خېل، بدرشو، ګلوزد)
(۱۷) مېجر راورټي Raverty د پښتو ګرامر کتاب ليکلی دی چه په … شائع شوی دی. (۱۸۳۶ء، ۱۸۴۶ء، ۱۸۵۶ء)
(۱۸) ‘پښتانه شعراء’ نوم کتاب … ليکلی دی. (عبدالحئ حبيبي، صديق الله رشتين، قاضي عطاءالله)
(۱۹) اشرف خان هجري د … زوئې دی. (رحمان بابا، خوشحال بابا، عبدالحميد بابا)
(۲۰) … د خوشحال خان خټک پير و مرشد ؤو. (پير بابا، شېخ رحمکار عرف کاکا صاحب، اخوند دروېزه بابا)
سوال نمبر ۲: د لانديني انګرېزي عبارت په ښکلې او روانه پښتو کښې ترجمه اوکړئ. (۱۴)

If by the abolition of Road toll other Zamindars besides Khushhal Khan in the “Frontier” also suffered, and they did as has been seen, and the alienation of the Chief usually meant the alienation of the tribe, then it is difficult to understand why such a useless shift in policy should have been made. It could possibly please the Yousafzais by hitting hard Khushhal Khan, but it was also at the same time likely to annoy and alienate not only Khushhal Khan and his Khattaks but also other Pushtun Chiefs and their tribes.

(B) لاندينو کښې صرف د درېو په پښتو کښي ترجمه اوکړئ. (۶) (2 each)

(1) Get to the bottom of.

(2) read like a book.

(3) Keep body and soul together.

(4) Rock the boat.

(5) Make no bones about.

(6) What is done cannot be undone.

سوال نمبر ۳: (a) د لانديني عبارت انګرېزي کښې ترجمه اوکړئ. (۱۴)
په ادب کښې څه اخلاقي مقصد لرل او د هغې نه د انسانيت د ښېګړې کار اخستل يوه لوړه جذبه ده، دومره لوړه که د افلاطون دې ته پام شوی وی نو هغه به شاعران هيچرې هم د خپل جمهوريت نه نۀ ؤو ويستلي. بلکه د خپل اخلاقي مقصد خورولو کار به ئې د دوئي نه اخستلی ؤو. او که هغه د اخلاقي خيالاتو او فلسفے د ادب وسيله موندلې وی نو ډېر زيات خلق به ئې په خپل دور کښې او د هغې نه پس متاثره کړي ؤو.

(ب) په لاندينو کښې صرف د دريو۳ په انګرېزي کښې ترجمه اوکړئ. (۶)
۱. پردی کټ د نيمې شپې وي
۲. چرته ډب هلته ادب
۳. څو چرګه په لاس ور نه کړې / ملا د خدائې په رضا نه کړي تعويذونه
۴. چې اوږه نه خوري بوئي ترې نه ځي
۵. چې خدائې نه کا ديوانه بابا به ئې څه کا
۶. اس دې وي په لس دې وي

سوال نمبر ۴: د رحمان بابا د ديوان يوه غټه برخه يقيناً په اسلامي تعليماتو مبني ده او پښتانه ورته په زړه کښې ځائې ورکوي اويو ديني کتاب ئې ګڼي، بحث پرې وکړئ (۲۰)

سوال نمبر۵: پښتون وګړی خوشحال خان خټک د ‘تورې او قلم خاوند’ په نوم يادوي. د هغوئي شخصيت سره دا نسبت تر کومه حده جوړښت خوري. خپل دلائل وړاندې کړئ. (۲۰)

سوال نمبر۶: د امير حمزه په شاعرۍ بحث اوکړئ. او د دې په شاعرۍ کښې چه خاصې خبرې دي، هغه په ګوته کړئ. (۲۰)

سوال نمبر۷: اولسي شاعري زموږ په اولسي ژوند دومره اثر کړی دی چه د اولس نر ښځه، زوړ ځوان، بوډا زلمی غرض دا چه هر عمر او جنس وګړی ترې متاثره دی. بحث پرې وکړئ. (۲۰)

سوال نمبر۸: د جوړښت يعني تکنيک په لحاظ د ډرامې اجزاء کوم کوم دي. مدلل بحث پرې اوکړئ. (۲۰)

892 Views