Pushto CSS Papers Topic wise Questions

Abdul Hamid

  1. 2019 سوال نمبر 5: د حميد بابا د غزل خصوصيات د هغه د کلام په رڼا کښې وسنجوئ. (20)
  2. 2018 سوال نمبر 6: د حمید بابا په شاعرۍ کښې د سوز اؤ ګداز خصوصیات د ھغه د نازک خیالۍ په ژبه څرګند کړئ. (20)
  3. 2009 سوال نمبر 4 عبدالحميد بابا د پښتو نازک خيال شاعر دی. د ده په نازک خيالي خپل تصورات اوليکئ. (20)
  4. 2006 سوال نمبر 8 حميد بابا ته د پښتو يو نازک خياله شاعر هم وئيلی شي. په دې حقله ستاسو څه خيال دی (20)
  5. 2005 سوال نمبر 5 فارسي دانو د حيرت ګوتې په خوله کړې– چه حميد سخن سازي کړه په پښتو کښې. د دې وينا په رڼا کښې د عبدالحميد بابا په کلام بحث وکړئ.. (20)
  6. 2001 سوال نمبر 9: د عبدالحميد بابا شاعري د تخيل، صنائع، بدائع، استعاراتو، تشبيحاتو او نورو ادبي او شعري تلازماتو په لحاظ ډېره اوچته شاعري ده. مُدلل بحث پرې وکړئ. (20)

Abdul Qadir Khattak

  1. 2010 سوال نمبر 8 عبدالقادر خان خټک په اخلاقي شاعرۍ باندې يو ښکلی مضمون اوليکئ (20)

Abdul Qadir Maulana

  1. 2010 سوال نمبر 8 عبدالقادر خان خټک په اخلاقي شاعرۍ باندې يو ښکلی مضمون اوليکئ (20)

Abdur Rahim Majzoob

  1. 2010 سوال نمبر 8 عبدالقادر خان خټک په اخلاقي شاعرۍ باندې يو ښکلی مضمون اوليکئ (20)

Abdur Rahman

  1. 2016 سوال نمبر 5 “زه رحمان په پښتو ژبه عالمګير يم” د رحمان بابا دا دعوی تر کومه صحيح ده؟. (20)
  2. 2014 سوال نمبر 5: د رحمان بابا درست ديوان د هغه د اخلاقي تعليماتو نه ډک دی. د کلام نه يې ثابت کړئ. (20)
  3. 2013 سوال نمبر 5: د رحمان بابا شاعري د قرآن اؤ حديث تفسير دی. ستاسو څۀ خيال دی؟. (20)
  4. 2012 سوال نمبر 5 د رحمان بابا شاعرۍ تر ننه پورې ولې ژوندۍ اؤ تازه ده؟ اسباب ئې په ګوته کړئ. (20)
  5. 2011 سوال نمبر 6 د رحمان بابا په قامي اؤ وطني شاعرۍ د خپلو خيالاتو اظهار اوکړئ. (20)
  6. 2010 سوال نمبر 5 رحمان بابا د پښتون فکر ته د دې مادي دنيا نه علاوه د روحاني دنيا لارې هم ښائېلي. جواب په اشعارو ښائسته کړئ. (20)
  7. 2009 سوال نمبر 5 رحمان بابا د پښتون فکر ته د دې مادي دنيا نه علاوه د روحاني دنيا لارې هم ښائېلي. جواب په اشعارو ښائسته کړئ. (20)
  8. 2008 سوال نمبر 5 رحمان بابا د پښتون فکر ته د دې مادي دنيا نه علاوه د روحاني دنيا لارې هم اوښائېلې. د ديوان په رڼا کښې بحث اوکړئ. (20)
  9. 2006 سوال نمبر 5 مقاميت اؤ قوميت هم د رحمان بابا د کلام يو ځلاند اړخ دی. د رحمان بابا د کلام په رڼا کښې پرې بحث اوکړئ. (20)
  10. 2005 سوال نمبر 4 درحمان بابا اشعار زموږ په روزمره (امروزه) ژوند کښې د متلونو او مثالونو په توګه استعمالېږي. په دې حقله ستاسو څه رائې ده؟. (20)
  11. 2003 سوال نمبر ۴: د رحمان بابا د ديوان يوه غټه برخه يقيناً په اسلامي تعليماتو مبني ده او پښتانه ورته په زړه کښې ځائې ورکوي اويو ديني کتاب ئې ګڼي، بحث پرې وکړئ (۲۰)
  12. 2001 سوال نمبر 5: رحمان بابا د “عشق او محبت “ شاعر دی. دکلام په رڼا کښې پرې بحث وکړئ. (20)
  13. 1999 سوال نمبرد مقاميت او قوميت په حقله د رحمان بابا د شاعرۍ يو تنقيدي جاج واخلئ. (۲۰)

Afsana

  1. 2014 سوال نمبر 7: افسانه خو خالص د دې زمانه پيداوښت دی په کم نه کم وخت کښې يوه لويه مسئله لوستونکي ته وړاندې کول او بيا ختمول د افسانې کمال دی. بحث پرې اوکړئ. (20)
  2. 2012 سوال نمبر 7 د پښتو افسانې د اغاز اؤ ارتقائي مزل يوه اجمالي خاکه وړاندې کړئ. (20)
  3. 2004 سوال نمبر 7 په پښتو کښې د افسانې د سفر تنقيدي جائزه واخلئ (20)
  4. 2002 سوال نمبر۸: د پښتو افسانې ابتدا کله او د کومو افسانه ليکونکو په لاس شوې ده. بحث اوکړئ. (۲۰)

Ali Khan

  1. 2016 سوال نمبر 6 ستاسو په خيال علي خان ممنزی ؤ که بل څوک؟ مدلل ځواب وليکئ. (20)
  2. 2002 سوال نمبر۷: د علي خان شاعرۍ د نادرو مضامينو او فني محاسنو له رويه د ډېرې اوچتې پائې شاعري ده. په دې مفصل بحث اوکړئ. (۲۰)

Amir Hamza Shinwari

  1. 2014 سوال نمبر 6: د حمزه بابا په خپل کلام کښې په اخلاقياتو ډېر زور راوړی دی د هغه د کلام په رڼا کښې په دې خبره بحث اوکړئ. (20)
  2. 2013 سوال نمبر 6: د امير حمزه شنواري شاعري د پښتونولي نمائندګي کوي. بحث پرې اوکړئ. (20)
  3. 2012 سوال نمبر 6 د حمزه شنواري غزل څۀ, چې نظم ئې هم بې مثاله دی. په دې حقله د هغۀ د نظم ګوئې جائزه واخلئ. (20)
  4. 2010 سوال نمبر 6 پښتانه شاعران امير حمزه خان شنواري ته “اميرالمتغزل” وائي. ستاسو څۀ خيال دی؟ بحث پرې اوکړئ. (20)
  5. 2004 سوال نمبر 5 د ميان سيد رسول رسا يا د حمزه شنواري د شاعرۍ خصوصيات بيان کړئ (20)
  6. 2003 سوال نمبر۶: د امير حمزه په شاعرۍ بحث اوکړئ. او د دې په شاعرۍ کښې چه خاصې خبرې دي، هغه په ګوته کړئ. (۲۰)
  7. 2001 سوال نمبر 8: اکثر پښتانه ليکوال امير حمزه خان شينواري ته د پښتو غزل بادشاه وائي. ستاسو څه رائې ده؟ بحث پرې وکړئ. (20)

Bayazid Ansari

  1. 2020 سوال نمبر 4: روښاني تحريک پښتو ادب ته څۀ ورکړل؟ خپل معلومات وړاندې کړئ. (20)

Charbaita

  1. 2005 سوال نمبر 8 ‘چاربيته’ هم لکه د ټپې, نيمکۍ, لوبې يا بدلې يو خالص اولسي صنف سخن دی. اوپه دې کښې مشهور ملي واقعات, زاړه روايات, قصې, تاريخي داستانونه, د انبيا کرامو معجزې او د عشق و محبت قصې بيان شوی دې. د دې فقرې په رڼا کښې خونده ور بحث پرې وکړئ (20)

Dost Muhammad Kamil

  1. 2015 سوال نمبر 5 دوست محمد خان کامل يو زبردست محقق وو. د هغه ادبي خدماتو مدلله جائېزه واخلئ. (20)

Drama

  1. 2014 سوال نمبر 8: پښتو کښې ډرامه د يو خاصې زمانې سياسي حالاتو پيدا کړې ده – ستاسو څه خيال دی؟ تفصيلي بحث پرې اوکړئ (20)
  2. 2013 سوال نمبر 7: د پښتو ډرامې ارتقائي سفر تنقيدي جاج واخلئ. (20)
  3. 2010 سوال نمبر 7 پښتو کښې د ډرامې ابتدا څنګه اوشوه؟ اؤ تر اوسه پورې دې څنګه د ترقۍ منازل ترسره کړل؟. (20)
  4. 2005 سوال نمبر 7 ‘پښتو ډرامه’ د يو خاصې زمانې خاصو سياسي حالاتو پيدا کړی ده. ستاسو څه رائې ده. تفصيلي بحث پرې وکړئ. (20)
  5. 2003 سوال نمبر۸: د جوړښت يعني تکنيک په لحاظ د ډرامې اجزاء کوم کوم دي. مدلل بحث پرې اوکړئ. (۲۰)
  6. 2001 سوال نمبر 7: پښتو کښې “ډرامه” د يو خاصې زمانې خاصو سياي حالاتو پيدا کړې ده. ستاسو څه خيال دی؟ تفصيلي بحث پرې وکړئ؟ (20)

Folk Poetry

  1. 2019 سوال نمبر 6: اولسي شاعري څه ته وائي؟ اؤ په اصنافو يې زړه پورې بحث وکړئ. (20)
  2. 2018 سوال نمبر 8: فولکلورڅۀ ته وائي؟ پښتوفولکلور کښې ټپه د پښتنو د ژوند ائینه ده تاسو دې سره څومره متفق یئ، مثالونو سره يې واضح کړئ. (20)
  3. 2003 سوال نمبر۷: اولسي شاعري زموږ په اولسي ژوند دومره اثر کړی دی چه د اولس نر ښځه، زوړ ځوان، بوډا زلمی غرض دا چه هر عمر او جنس وګړی ترې متاثره دی. بحث پرې وکړئ. (۲۰)
  4. 2002 سوال نمبر۵: د پښتو په اولسي شاعري لنډ غوندې بحث اوکړئ. او د خپلې خوښې د يو مخصوص صنف خصوصي تذکره اوکړئ. (۲۰)

Gaguna

  1. 2006 سوال نمبر 7 غږونه اؤ نارې څه ته وائي؟ په مثالونو يې ثابته کړئ. (20)

Ghani Khan

  1. 2019 سوال نمبر 8: د غني خان د شاعري ډېر ښکاره اړخ کوم يو دی؟ تفصيلي ليکل پرې وکړئ. (20)
  2. 2018 سوال نمبر 7: د پښتو په جدید شاعرانو کښې د غني خان په ژوند اؤ شاعرۍکوټلی لیک اوکړئ. (20)
  3. 2016 سوال نمبر 7 د غني خان شاعري يو فلسفيانه رنګ لري. ستاسو څه خيال دی؟. (20)
  4. 2009 سوال نمبر 7 د غني خان د شاعري په فلسفيانه اړخ خپل خيالات څرګند کړی. (20)

Kazim Khan Shaida

  1. 2020 سوال نمبر 6: د کاظم خان شېدا په غزل يو زړۀ پورې بحث وکړئ. (20)
  2. 2015 سوال نمبر 7 د کاظم خان شېدا د ژوند اؤ فن په حقله په زړه پورې بحث اوکړئ. (20)
  3. 2008 سوال نمبر 4 د کاظم خان شېدا په شاعرۍ کښې سادګي اؤ عام فهمي دخل نشته. د هغه هر شعري تلات تشبيهات, استعارات اؤ په نازک خيال داسې ډوب پروت چه د معمې ګمان پرې کېږي. د ديوان نه يې ثابت کړئ. (20)
  4. 1999 سوال نمبر ۴: وئيلی شي چه کاظم خان شېدا يو نازک خيال شاعر ؤو، ستاسو څۀ خيال دی؟ (۲۰)

Khushhal Khan

  1. 2020 سوال نمبر 5: د اورنګ زيب عالم ګير سره د خوشحال بابا اختلافو د دۀ په شاعری څۀ اثرات مرتب کړل؟ (20)
  2. 2019 سوال نمبر 7: د خوشحال خان خټک د ګرفتارۍ اسباب اؤ وجوهات بيان کړئ. (20)
  3. 2018 سوال نمبر 5: د خوشحال خان خټک په رزمیه شاعرۍ مدلل لیک اوکړئ. (20)
  4. 2017 سوال نمبر 5 په پښتو ژبه اؤ ادب د خوشحال بابا په احساناتو يو جامع مضمون اوليکئ. (20)
  5. 2015 سوال نمبر 8 د خوشحال خان خټک شاعري د هر قسم خيال, فکر اؤ مضمون ترجماني کوي. په دې حقله د خوشحال په فکر و فن مربوط اؤ مدلل بحث اوکړئ (20)
  6. 2014 سوال نمبر 4: لا يو شور راځينې لاړ نه وي چې بل راشي — ګويا زه پيدا په ورځ د شورو شر يم. د خوشحال خان خټک د دې شعر په رڼا کښي د هغه د شوند حالاتو باندې تبصره اوکړئ. (20)
  7. 2013 سوال نمبر 4: د خوشحال خان خټک په رزميه شاعري په زړۀ پورې بحث اوکړئ. (20)
  8. 2012 سوال نمبر 4 خوشحال خان خټک د خپل دور د سياسي اؤ سماجي حالاتو په زړۀ پورې عکاسي کړې ده. د هغۀ د شاعرۍ په رڼا کښې پرې بحث وکړئ. (20)
  9. 2011 سوال نمبر 4 خوشحال خان خټک په عشقيه شاعرۍ په زړۀ پورې بحث وکړئ. (20)
  10. 2010 سوال نمبر 4 پښتون وګړي خوشحال خان خټک “د تورې اؤ د قلم” د خاوند په نوم يادوي. د هغوئي شخصيت سره دا نسبت تر کومه حده جوړښت خوري؟ خپل دلائل وړاندې کړئ. (20)
  11. 2009 سوال نمبر 6 د خوشحال خان خټک په قامي شاعرۍ د هغه دا شعرونو په رڼا کښې يو مفصل نوټ اوليکئ. (20)
  12. 2008 سوال نمبر 6 د خوشحال خان خټک د عمل اؤ جدوجهد د شاعرۍ تفصيلي جائزه واخلئ. (20)
  13. 2006 سوال نمبر 6 خوشحال خان خټک ته د حسن و عشق شاعر هم وئيلی شي. د خوشحال خان بابا د شاعرۍ په رڼا کښې يې ثابته کړئ. (20)
  14. 2004 سوال نمبر 4 د خوشحال خټک شاعري په مثال د سمندر ده چې هر رنګ لري, ستاسو په کښې کوم رنګ خوښ دی او ولې؟ (20)
  15. 2003 سوال نمبر۵: پښتون وګړی خوشحال خان خټک د ‘تورې او قلم خاوند’ په نوم يادوي. د هغوئي شخصيت سره دا نسبت تر کومه حده جوړښت خوري. خپل دلائل وړاندې کړئ. (۲۰)
  16. 2002 سوال نمبر ۴: خوشحال بابا پښتو شعر ته نوي نوي جهتونه (اړخونه) ورکړل، ستاسو څۀ خيال دی؟ (۲۰)
  17. 2001 سوال نمبر 6: د خوشحال خان په شاعرۍ کښې زياته برخه قومي او وطني شاعري ده. تفصيلي بحث پرې وکړئ. (20)
  18. 1999 سوال نمبر۶: پت څۀ ته وائي؟ د خوشحال خان خټک د کلام په رڼا کښې پرې بحث اوکړئ. (۲۰)

Literature

  1. 2015 سوال نمبر 6 د ادب څه مقصد پکار دی يا نه. د سحر يوسفزي د کتاب په رڼا کښې خپل معلومات وړاندې کړئ. (20)
  2. 2006 سوال نمبر 4 پښتو ادب کښې د شاعرۍ په ارتقا يو لنډ شان بحث اوکړئ. (20)
  3. 2002 سوال نمبر۶: د پښتو د نوي (جديد) دور د ادب ابتدا د کومو سترو ليکوالو په لاس شوې ده. بحث اوکړئ. (۲۰)

Media

  1. 2004 سوال نمبر 6 اليکټرانک ميډيا چې پښتني ثقافت په کوم رنګ کښې پېش کوي تاسو په دې باب کښې څه رائې لرئ؟ (20)

Novel

  1. 2011 سوال نمبر 7 ناول څۀ ته وائي؟ اؤ د ناول په اجزائې ترکيبي خپل خيالات وړاندې کړئ. (20)

Orientalists

  1. 2020 سوال نمبر 8: د پښتو ژبې او تحقيق په وده کښې د مستشرقينو ډېر لوئې لاس دی. د يو مستشرق په خدماتو رڼا واچوئ. (20)

Origin

  1. 2019 سوال نمبر 4: پښتانه بني اسرائيل دي. د دې نظريې په رد يا تائيد کښې خپل خيالات قلم ته وسپارئ (20)
  2. 2018 سوال نمبر 4: پښتانۀ ارین دي کۀ بني اسرائیل؟ په دلیل سره پرې بحث اوکړئ (20)
  3. 2017 سوال نمبر 4 په نسلي توګه پښتانه څوک دي په دې اړه مدلل بحث اوکړئ (20)
  4. 2016 سوال نمبر 4 د پښتو ژبې اوريجن (Origin) په باره کښې د خپلو معلوماتو څرګندونه وکړئ (20)
  5. 1999 سوال نمبر۷: په پښتو کښې د اوستا ژوندي کلمات کوم کوم دي. (۲۰)

Prose

2017 سوال نمبر 7 پښتو کښې د نثر ابتدا د نظم نه پس شوې ده. په دې حقله بحث اوکړئ. (20)

Proverbs

  1. 2017 سوال نمبر 8 په مثالونو سره ثابته کړئ چې ټپه د پښتنو د معاشرتي ژوند هينداره (Reflection) ده. (20)

Qalandar Momand

  1. 2017 سوال نمبر 6 قلندر مومند بحيثيت اديب و نقاد اؤ د هغه په ژوند جامع بحث اوکړئ. (20)

Samandar Khan Samandar

  1. 2008 سوال نمبر 7 سمندر خان سمندر د شاعر په حيثيت د نظم اؤ غزل نه علاوه تقريبا د شاعرۍ په هر صنف طبع ازمائي کړې ده. ستاسو څه خيال دی؟ تفصيلي بحث پرې اوکړئ. (20)
  2. 2005 سوال نمبر 6 سمندرخان سمندر د شاعر په حيثيت د نظم او غزل نه علاوه تقريبا د شاعري په هر صنف طبع ازمائي کړې ده. ستاسو څه خيال دی؟ تفصيلي بحث پرې وکړئ (20)

Tappa

  1. 2013 سوال نمبر 8: ټپه د پښتني کلتور د ټول اړخونو عکاسي کوي. ځينې اهمو اړخونو باندې سره د مثالونو خپل خيال څرګند کړئ (20)
  2. 2012 سوال نمبر 8 د پښتو ټپه د پښتنو د کلتور هېنداره ده. په دې حقله تاسو څۀ وايئ؟ (20)
  3. 2011 سوال نمبر 5 د لنډۍ په ادبي اړخونو مدلل بحث اوکړئ. (20)
  4. سوال نمبر 8 وئيلی شي چې پښتو ټپه د طنزو مزاح يوه هنداره ده. ستاسو څۀ خيال دی؟ (20)
  5. 2009 سوال نمبر 8 د پښتو ټپه د پښتو د جذباتو اؤ رومان ائينه ده. خپل نظر وړاندې کړئ (20)
  6. 2008 سوال نمبر 8 د پښتو طبيعت مزاج اؤ ژوند واړه خصوصيات په ټپو کښې موجود دي. ستاسو څه خيال دی؟
  7. يا پښتو ټپو کښې د پښتون د طبيعت اؤ مزاج مطابق سادګي, خلوص, رښتونولي مينه, حقيقت پسندي, خوږوالی وغيره هر څه موجود دي. ستاسو څه خيال دی؟
  8. 2004 سوال نمبر 8 د پښتو ټپې په رزميه, ثقافتي او جمالياتي اړخونو رڼا واچوئ (20)
  9. 2001 سوال نمبر 4: وئيلی شي چه “ټپې او پښتون قام” د ژوند په سفر کښې يو بل سره اوږه په اوږه او څنګ په څنګ روان دی. ثابته يې کړئ. (20)

Younus Khalil

  1. 2020 سوال نمبر 7: وائي چې يونس خليل د رومان شهزاده دی. ستاسو څۀ خيال دی؟ (20)
1,480 Views