Pashto KP PMS Paper 2010

KHYBER PAKHTUNKHWA, PUBLIC SERVICE COMMISSION, PESHAWAR
(2010)
COMPETITIVE EXAMINATION FOR PROVINCIAL MANAGEMENT SERVICE
PUSHTO
Time Allowed: 03 hours Max: Marks: 100
نوټ: وړومبنے سوال لازمى دے د نورو سوالونو نه د خپلى خوښى څلور سوالونه اوکړى. د ټولو سوالونو نمبرى برابرې دى.
یادګیرنه: په وران کړے شوى او یا تکلے شوى جواب به نمبرې نشى ورکولې.
سوال نمبر١: په لاندينو سوالونو کښې درست ټکے په نښه کړئ.
١- “تذکرة الاولیاء” د چا کتاب دے؟ (سلیمان ماکو، محمد هوتک، اخون درویزه، خوشحال خان خټک)
٢- د بايزيد انصارى مکتب په کوم نوم مکتب وائى؟ (روښانى مکتب، دينى مکتب، فکرى مکتب، هندى مکتب)
٣- “د پښتو نثر تاريخ” د کوم اديب تخلیق دے؟
(پروفیسر پرېشان خټک، پروفیسر افضل رضا، ډاکټر محمد اعظم اعظم، ډاکټر اقبال نسیم خټک)
٤- خوشحال خان بابا د هندوستان کوم يو جیل کښې وو؟ (اټک، رنتهنبور، بیجاپور، باکنگر)
٥- په پښتو شاعرۍ کښې د “موشګاف” په نوم کوم يو شاعر ياديږى؟ (على خان، کاظم خان، مرزا خان، عبدالحمید بابا)
٦- “شاه و ګدا” مثنوى چا ليکلې ده؟ (حمید بابا، على خان، کاظم خان، عبدالقادر خان)
٧- بلبل هند چا ته وئیلے شى؟ (کامګار خان، خوشحال خان، افضل خان، کاظم خان شیدا)
٨- “زړه آواز” د چا شاعرى مجموعه ده؟
(عمر حمزه خان شنواری، سید رسول رسا، فضل حق شیدا، پرېشان خټک)
٩- د قلندر مومند خپل نوم څه وو؟ (سلیم الرحمن، حبیب الرحمن، سیف الرحمن، موسى خان)
١٠- خوشحال خان خټک د څو کالو په عمر کښې مړ شوے وو؟ (۷۸، ۸۰، ۷۲، ۹۳)
١١- “تیره چشمان” افسانه چا ليکلې ده؟ (اجمل خټک، زیتون بانو، ګل افضل خان، راحت زاخیلی)
١٢- د پښتو اولنے چاپ ډرامه کومه یوه ده؟ (درس غیرت، د وینو جام، ترشال، درد)
١٣- “هنداره” د چا ليکلې افسانه ده؟ (زیتون بانو، ګل افضل خان، اسر براز حلیم، ارباب رشید احمد خان)
١٤- “مرغۍ” د کومې افسانې کردار دے؟ (ګرانه جیندۍ، هنداره، کجرۍ، د دارو بوټی)
١٥- میر احمد شاه رضوانى کوم ځای پيدا شوے وو؟ (نوبهار، اکبر پوره، اکوړه خټک، جاله بیله)
١٦- “ګنج پښتو” د چا کتاب دے؟ (مولوی احمد، مفتی احمد جان، ګل احمد جان، میر احمد شاه رضوانى)
١٧- “د پېدا ګلونه” د چا شاعرى مجموعه ده؟ (ميان سید رسول رسا، حمزه شنواری، فضل حق شیدا، على خان)
١٨- حمزه بابا یو غزل ليکلے دے، ددې څه نوم دے؟ (بتری، خودکشی، شمس، نوی چم)
١٩- په مجموعى توګه فضل حق شیدا د کوم صنف شاعر دے؟ (نظم، غزل، چریپئیه، هایکو)
٢٠- د پېښور زوړ نوم څه وو؟ (تمرانډ، باګرام، روه، روهستان)
سوال نمبر ٢: د لاندینۍ انګریزۍ عبارت په آسانه پښتو کښې ترجمه اوکړئ۔
(a)
In romance Pathans are not different from the other races of the world. As they have been in a permanent state of war, either against the foreign invaders or among themselves, one is Tempted to believe that these Afghans must be completely devoid of romance. But this is not correct. These Pathans are very Jolly, carefree and romantic people. They are not grumpy and pessimistic. They can dance and sing before and after fighting a bloody battlefield all day. They do not forget their sweet hearts even in the thick of the battle, and likewise their sweet hearts would be remembering them, shedding tears and praying for their victory and safety.
(b)
د لاندینو نه صرف د دریو په پښتو کښې ترجمه اوکړئ۔

1. More matter and less art.
2. As the face, so the slap.
3. United effort move the mountains.
4. Death cannot be avoided by care.
5. The Tyrant finds no happiness.
6. A word for the wise, the rod for the fools.

سوال نمبر ٣: د لاندینۍ پښتو عبارت په انګریزۍ کښې ترجمه اوکړئ۔
“الف”
رحمان بابا په خپل کلام کښې ځائے په ځائے د دین او دنیا مقابله او موازنه کړې ده او دین ئې د دنیا نه غوره او افضل ګڼلے دے۔ په دې کښې هیڅ شک نشته چې هغه دا دنیا عارضي او فاني ګڼي۔ خو ددې سره پښه په پښه ناسته هم ناروا ګڼي۔ د هغه په نزد دین په دنیا کښې په ښکلي او سپیڅلي طریقه ژوند تيرولو ته وائي۔ داسې ژوند چې پکښې دوکه، مکر، فریب، چل ول او بدي نه وي او په دې تيرګري دنیا او مختصر ژوند کښې انسان د خپل طاقت، صلاحیت او اهلیت مطابق عمل اوکړي چې ضمیر ئې خوشحاله او مطمئن وي۔ چې د مرګ نه پس ئې هم خلق په ښو الفاظو یادوي او دده د شرافت، حیاء، عزت او حرمت ستائني کوي۔
“ب”
د لاندینو نه صرف د دریو په انګریزۍ کښې ترجمه اوکړئ۔
۱) اوبه په ډګر نه بیلیږي
۲) اتی په دمامو نه وریږی
۳) بې زمانه به شل نه کړې
۴) پټ غل پاچا وي
۵) په زور کلي نه کیږي
۶) په لاس کښې شرشم نه زرغونیږی
سوال نمبر ۴: د رحمن بابا کلام د متلونو په څیر هم استعمالیږی۔ بحث پرې اوکړئ۔
سوال نمبر ۵: وئیلے شی چه پښتو ټپه د حسن و عشق هنداره ده۔ ستاسو څه خیال دے؟
سوال نمبر ۶: د دستار نامے د نثر په رڼا کښے د خوشحال خان خټک د نثر خصوصیات په خپلو ټکو کښے اولیکئ۔
سوال نمبر ۷: افسانه څه ته وائی؟ او د افسانے بنیادی عناصر کوم کوم دی؟
سوال نمبر ۸: امیر حمزه شنواری ته د غزل بابا وئیلے شی؟ د “غزونے” په رڼا کښے ئے وضاحت اوکړئ۔
*****************

1 Views