Pashto KP PMS Paper 2008

NEW PUBLIC SERVIS COMMISSION PESHAWAR
COMPITITIVE EXAMINATION
FOR PROVINCIAL MANAGEMENT SERVICE 2008
PASHTO

Time Allowed 03 hours Max Marks 100

نوټ ړومبنے سوال لازمی دے، دنوروسوالونو نه د خپلې خوښې څلور سوالونه اوکړئ، د ټولو سوالونو نمبرې برابرې دي.
يادګیرنه په وران کړے شوي او بیا ليکلے شوي جواب به نمبرې نشي ورکولے.
سوال نمبر١ په لاندينو سوالونو کې درست ټکے په نخښه کړئ.
١ د روښانيانو د شاعرۍ مهمه موضوع څه وه؟ (عشق ، مرثيه نګاري ، تصوف)
٢ د ګلدستې په نوم د ګلستان سعدي پښتو ترجمه چا کړې وه؟ (خوشحال خان خټک ، مولانا عبدالقادر ، عبدالقادر خان خټک)
٣ د حمید ماشوال کلام د کوم خصوصیت دپاره مشهور دے؟ (تصوف ، حماسیت ، نازک خیالي)
٤ د پښتو د وړومبي ناول څه نوم دے؟ (پېغله ، ګل خان ، نتيجه عشق)
٥ د خوشحال په يو شعر پوره کتاب چا ليکلے دے؟ (حمزه شينواري ، مولانا عبدالقادر ، پرېشان خټک)
٦ جديد پښتو ادب چا ليکلے دے؟ (پرېشان خټک ، ايوب صابر ، فضل حق شیدا)
٧ پښتو شعبه کله پرانيتې شوې ده؟ (١٩٦١ ، ١٩٦٢ ، ١٩٦٣ء)
٧خيرالبيان د کوم ملک په کتب خانه کې موندل شوی وو؟ (روس ، جرمني ، امريکه)
٩ د ازادۍ تلاش د څه کتاب دے؟ (سفرنامه ده ، افسانه ده ، ډرامه ده)
١٠ د ابراهيم لودي او بابر تر مينځه د پاني پت په میدان کښې جنګ کله شوے وو؟ (١٥٢٦ ، ١٥٥٦ ، ١٦٢٦ ء)
١١ د پټې خزانې مؤلف څوک دے؟ (سلیمان ماکو ، محمد هوتک ، اسعد سوري)
١٢قلب السیر” د چا تصنيف دے؟ (ګوهر خان خټک ، سکندر خان خټک ، افضل خان خټک)
١٣د پښتو جديد نثر باني څوک وو؟ (مولوي احمد ، منشي احمدجان، ميا حسيب ګل)
١٤ “پرنس” کتاب چا لیکلے دے؟ (سمندر خان سمند ، ميکاولي ، ايوب صابر)
١٥د ارسطو د poetic ترجمه د کتاب الشعر په نامه چا کړې ده؟ (قندر مومند ، مولانا محمد اسرائيل ، سحر يوسفزے)
١٦د کابل سفر نامه چا ليکلې ده؟ (حمزه شينواري ، قلندر مومند ، ایوب صابر)
١٧اخون دروېزه بابا په ذات څوک وو؟ (یوسفزے ، تاجک ، راڼېزے)
١٨مېرمن” د چا ډرامه ده؟ (اياز داودزے ، ډاکټر محمد اعظم اعظم، افضل رضا)
١٩ د “مينې غېږ “ د چا د کلام مجموعه ده؟ (شمس الرحمن شمس ، ایوب صابر ، طاهر کلاچوي)
٢٠ سپرلے په آئينه کښې “ له کوم صنف سره تعلق لري؟ (شاعري ، افسانه ، ناول)
سوال نمبر٢ د لانديني عبارت په اسانه پښتو کښې ترجمه اوکړئ.

“A”
In shootout between two tribes, clans or families one or more persons are killed. Now the seeds of permanent enmity are sown. The murder or other excess inflicted must be avenged as and when they got the opportunity. The revenge may be passed on to the coming generations and may take a hundred years. The Pathan love to have the pleasure of tasting the sweet revenge. There are, however, some alternatives through which the conflict may be resolved.
“B”
1 Do not cry over split milk.
2 Though a calamity, it did not lost long.
3 To err is human.
4 Many hands make light work.
5 Debt is misfortune.
6 Dome are joyful some in grief.

سوال نمبر ٣ د لانديني عبارت په انګرېزۍ کښې ترجمه اوکړئ.
“الف”
د تورې او قلم خاوند ننګيالي خوشحال خان دا ثابته کړه چې پښتنو کښې يواځې د تورې چلولو صلاحيت نه دے. قلم هم پورته کولے شي. او بيا داسې چې د علم و فن پوهان ورته ګوته په غاښ ودرېږي. د پښتو ژبې په شعر و ادب کې چې کوم مقام د خوشحال بابا نصيب شوے دے هغه په دې ژبه کې لا د بل چا ته نه دے نصيب شوے او کېدے شي د چا نصيب هم نشي. البته اردو ژبه کې مرزا غالب دا مقام دا بيا موندے وو. چې په حیثيت د شاعراو نثار اردو ادب کښې هغه مقام لري کوم چې پښتو ادب کښې خوشحال بابا لرلو. صرف فرق دا دے چې مرزا غالب د وخت ناسازو حالاتو په ګيلو سر کړے وو او بل خوا خوشحال خان بابا د وخت ګرانو کشالو ته هسکه غاړه او روڼ تندی ولاړوو.
“ب”
د لاندينو نه يوازې د درېووپه انګرېزۍ کښې ترجمه اوکړئ.
١چې نه مرم څه به ومرم.
٢ د سر د پاسه سر وي.
٣ غم د پښتون جامه ده.
٤ مرګ په بانه دے، دولت په هيله دے.
٥ يا خپل کور يا خپل ګور.
٦ چرته چې ډب وي هلته ادب وي.
سوال نمبر٤ رحمان بابا ته پښتو ادب کې دومره مقبولیت ولې حاصل دے؟ بحث پرې اوکړئ.
سوال نمبر٥ اخلاقي شاعري هم د پښتو ادب يوه اهمه حصه ده، د دې په رڼا کښې د خوشحال بابا په شاعرۍ بحث اوکړئ.
سوال نمبر٦ د پښتو روماني داستانونو شريک خصوصیات کوم کوم دي؟ بحث پرې اوکړئ.
سوال نمبر٧ د بايزید انصاري او اخون دروېزه بابا شخړو پښتو ادب ته څه ورکړل؟
سوال نمبر٨ د علي خان په عشقیه شاعرۍ په زړه پورې بحث اوکړئ.

884 Views