KHYBER PAKHTUNKHWA PUBLIC SERVICE COMMISSION
COMPETITIVE EXAMINATION FOR
THE POST OF PROVINCIAL MANAGEMENT SERVICES OFFICERS, 2022
Time Allowed: 03 Hours PUSHTO Max Marks: 100
یادګیرنه: وړومبے سوال لازمی دے۔ نورو کښې دڅلورو سوالونو جوابونه ولیکئ۔
سوال 1: د درست جواب انتخاب اوکړئ۔ (20)
۱. پټه خزانه د چا کتاب دے۔ (د محمد هوتک / دامیرکرور / رحمان بابا)
۲. دتوری او قلم خاوند چا ته وئیلے شی۔ (شیر شاہ سوری / خوشحال خان خټک / احمد شاہ ابدالی)
۳. درخمان بابا د پلار نوم څه ؤ۔ (عبدالله / عبدالستار / عبدالغنی)
۴. پښتو کښې موشګاف شاعر چا ته وئیلے شی۔ (حمید / علی خان / کامګار خان)
۵. پښتو کښې د نثر وړومبے کتاب دے۔ (خیرالبیان / مخزن الاسلام / دستار نامه)
۶. “دپنجری چغار” دچا کتاب دے۔ (اجمل خټک / غنی خان / اشرف مفتون)
۷. د حمزه بابا د وړومبی شعری کتاب نوم دے۔ (د زړہ اواز / غزونی / یون)
۸. ملک الشعراء د چا خطاب دے۔ (عبدالله استاذ / حمزہ بابا / سمندر خان سمندر)
۹. “مات بنګړی” کوم صنف دے۔ (ناول / ډرامه / افسانه)
۱۰. د اجمل خټک کتاب “دا زہ پاګل وم” څه شی دے۔ (سفر نامه / رپورتاژ / ډرامه)
۱۱. فولکلور څه ته وائی۔ (کلاسکی ادب / رومانوی ادب / اولسی ادب)
۱۲. جرس مجله د کوم ځائی نه چاپکیده۔ (پېښور / کوئټه / کراچی)
۱۳. د خوشحال بابا نثری کتاب کوم یو دے۔ (طب نامه / فراق نامه / دستار نامه)
۱۴. دری یتیمان ډرامه چا لیکلی دہ۔ (عبدالخالق خلیق / عبدالاکبر خان / عبدالودود)
۱۵. هائیکو د کوم ځائی نه راغلے صنف دے۔ (چین / جاپان / یونان)
۱۶. “میخانه” د چا ناول دے۔ (سید رسول رسا / شیر زمان غمزجن / رشید علی دهقان)
۱۷. د پښتو وړومبے ناول “نتیجه عشق” کله لیکلے شوے دے۔ (1910ء / 1911ء / 1912ء)
۱۸. “لاله زار” د چا کتاب دے۔ (یونس خلیل / همیشه خلیل / حنیف خلیل)
۱۹. “پښتوادب کښې کردارنګاري” د چا د پی ایچ ډی مقاله دہ۔ (راج ولی شاہ خټک / محمد اعظم اعظم / اقبال نسیم)
۲۰. د حمزه بابا ډرامه ژوندہ ګور کښې چا ترجمه کړی دہ۔ (فارغ بخاری / رضا همدانی / خاطر غزنوی)
سوال 2: دغه لاندینی عبارت د انگریزی نه پښتو کښې ترجمه کړئ او په متلونو (proverbs) کښې دری د انگریزی نه پښتو ته واړوئ۔
(A) It has already been stated that the Afghans claim descent from Afghana, who, they say was grandson of saul, the first king of Israel, and this tradition coupled with one or two accidental coincidents in vocabulary, led people at one time to maintain that the Pashto language was derived from or closely connected with Hebrew. It has now long been admitted that the language belongs to the Aryan stock.
(14)
(B) i. Leave tomorrow till tomorrow. ii. Man proposes, God disposes.
iii. Long hair, little wit. iv. Love and cough cannot be hidden.
v. Modest dogs miss much meat. (06)
سوال3: ورکړے شوي عبارت په انگریزۍ کښې ترجمه کړئ او په ورکړے شوو متلونو کښې درې انگریزۍ ته واړوئ۔
(الف) د بنی اسرائیلو نظریې سره په څنګه څنګه کښې چې کو… مه بله نظریه د پښتون د اصل نسل په لړ کښې روانه ده، هغه د پښتنو د اریائی کیدو نظریه ده او ددې نظریې د تائید د پاره هغه پکارو لے شی زیات ترې د فارسی یا زرتشتی مذہب سره تعلق لری۔ په دغه اسنادو کښې اول خو د اویستا مقام راځی بیا ورپسې د فردوسی شاہ نامه او یو نا معلوم کتاب خدائی نامه اسناد دي۔ ظاہرہ دہ چې په دې لړکښې هم بیا ورپسې دخیلی نظریې د ثابتولو د پاره ډیر مستشرقین او روسی عالمان هم راځی۔
(14)
(ب) ۱. بنده حیران خدائی پرې مهربان۔ ۲. نیک عمل د لارې مل دے۔
۳. د هندوانو مال وو بامبرانو و خوړو ۴. پیاز دې وي په نیاز دې وي۔
۵. په هر چا خپل وطن کشمیر دے۔
(06)
سوال4: خوشحال خان خټک ته د تورې او قلم خاوند وئیلے شی۔ د هغه د افکارو، شاعرۍ او تعلیماتو نه ئې څرګنده کړئ۔
(20)
سوال5: د رحمان بابا د مینې, امن او انسان دوستۍ تعلیمات او شاعرۍ په موجوده دور کښې څومره اهمیت لری او اطلاق ئې کیدے شی؟
(20)
سوال6: پښتو ټپه د پښتنې کلتورګن رنګونه لری۔ تاسو په د رزمیه او جنګي تصوراتو عکس د ټپې په رڼا کښې څرګند کړئ۔
(20)
(20)
سوال7: پښتو ادب کښې د افسانې په اغاز، وده او ارتقاء تبصره وکړئ۔
سوال8: په لاندینیو جدید شاعرانو کښې په یو تفصیلي بحث او تبصره وکړئ ۔
۱. امیر حمزہ شنواری۔ ۲. غني خان۔ ۳. یونس خلیل
(20)
***************